د هند تر کنټرول لاندي کشمیر په پهلګام سیمه کي د اپرېل په ۲۲ مه د وسلهوالو له لوري یو خونړی برید ترسره سو، چي په پایله کې ئې ۲۶ سیلانیان ووژل سول او ۱۷ نور ټپیان سول. دې پېښې د هند او پاکستان ترمنځ اړیکي په بېساري ډول کړکېچني کړي دي، چې دواړو هېوادونو د پوځي اقداماتو خبرداری ورکړی.
د هند او پاکستان دموضوع اړوند د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر سره ټیلیفوني خبري کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، روبیو د پاکستان له لومړي وزیر څخه غوښتي چي د پهلګام برید په کلکه وغندي او په دې تړاو د څېړنو په برخه کي بشپړه همکاري وکړي. نوموړي ټینګار کړی چي پاکستان دي د هند سره د کړکېچ د کمولو، مستقیمو اړیکو د بیا رغولو او په سویلي آسیا کي د سولي او ثبات د ټینګښت له پاره عملي ګامونه واخلي.
په ورته وخت کي، مارکو روبیو د هند د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کي د پهلګام پېښي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي ئې دي، چي امريکا د ترهګرۍ پر وړاندي مبارزه کي د هند تر څنګ ولاړ دئ.
د يادوني وړ ده، چي امريکا او نړۍوالي ټولني د هند او پاکستان څخه د تاوتریخوالي د کمولو او زغم غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو، د سیمي یو شمېر هېوادونو او اروپايي هیوادونو هم په دواړو هېوادونو ږغ کړی چي د خبرو اترو له لاري ستونزه هواره کړي او له نورو پوځي اقداماتو دي ډډه وکړي.