د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي اعلان کړی چي له متحده ایالاتو او د هغو اروپایي متحدینو څخه ئې د نوو وسلو د ترلاسه کولو ژمني ترلاسه کړي دي.
زلنسکي د جمعې په ورځ په یوه ویدیو پیغام کي چي په ټولنیزو رسنیو کي نشر سوی وو، وویل: «موږ د لوړو سیاسي کچو څخه، په ځانګړي ډول له امریکا او خپلو اروپایي دوستانو څخه ښه نښي ترلاسه کړي دي او د ټولو راپورونو له مخي، هغه محمولي چي مخکي ځنډول سوي وې، بیرته رالېږل کېږي. موږ همداراز د اروپایي وسلو د نویو محمولو د ترلاسه کولو له پاره چمتووالی نیسو.»
د اوکراین ولسمشر هیله وښوده چي لویدیځ به د روسیې پر ضد د نوو بندیزونو د لګولو له پاره قاطع ګامونه واخلي.
بايد وويل سي چي تېره اوونۍ متحده ایالاتو د اوکراین له پاره د ژمنه سوو ځینو وسلو استول په جزئي ډول ځنډولي وو.