امريکا : په افغانستان کي اوس د خپل سفارت د بیا خلاصولو پلان نه لرو

واشنګټن ایګزماینر ورځپاڼي د جمعې په ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په حواله خبر خپور کړی، چي امريکا د اوس لپاره په افغانستان کي د خپل سفارت د بيا خلاصولو لپاره پلان نه لري او هغه اوازې ئې رد کړې، چي د امريکا دولت غواړي په نږدي وخت کښي په کابل کښي خپل سفارت بيا خلاص کړي.
د واشنګټن ایګزماینر د خبر له مخي امريکا د اوس لپاره هېڅ ډله د افغانستان د حکومت په توګه په رسميت نه پيژني او په همدې سبب د اوس لپاره په کابل کښي د امريکا د سفارت د بیا پرانيستلو اړوند پلان نسته.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *