د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د امنيتي ګواښونو له امله خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې، چي د پاکستان د کراچي ښار لوکس هوټلونو او د سياحت ځايونو ته ډېر تګ راتګ مه کوئ.
رويټرز د شنبې په ورځ په نشر سوي خبر کي ويلي، چي په کراچي ښار کي د امريکا قونسلګرۍ ته په هوټلونو او سياحتي ځايونو کي د امنيتي ستونزو خبر ورکول سوی، امريکا د خپلو اتباعو څخه غوښتي چي يادو ساحو ته تګ او راتګ ډېر مه کوئ.
په دغه امنیتي خبرداري کي امريکا د خپلو وګړو و غوښتل چي د ګڼي ګوڼي د ځايونو څخه لېري پاته سئ او خپل هويت مو هم پټ وساتئ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چي د ترهګریزو بریدونو د ګواښ له امله خپل سفرونه پاکستان ته بیا وارزوي.
له دې مخکي، بریتانیا هم خپلو کارکوونکو او وګړو ته ورته سپارښتنه کړې وه.