امریکايي او پولنډي چارواکو د پولنډ په شمال ریژیکوو کي د توغندیو هغه دفاعي ځای پرانیست چي له اوږدې مودې یې تمه کېده او روسیې ورسره مخالفت کړی وو

د متحدایالاتو په تاسیساتو کي چي د ناټو د دفاع یوه برخه ده، د سمندري ځواکونو د ایګیس ایشور په نوم سیسټمونه ځای پرځای سوي، چي کولای سي بالسټیک توغندي د توغول کېدو په لومړیو مرحلو کي کشف، تعقیب او ویجاړ کړي.
په اروپا کي دا ډول لومړي تاسیسات په ۲۰۱۶م کال کي د ناټو په غړي رومانیا کي فعال سول.
دغه اډه چي په ۲۰۰۹ کال کي اعلان سوه په لومړي سرکي د ایران د بالستیکي توغندیو د ګواښونو په وړاندي د اروپا د خوندي کېدو په هدف پلان سوې وه.
پولنډي چارواکو په خپله خاوره کي د توغندیو د دفاعي سیسټم ځای پر ځای کېدل یو تاریخي اقدام بللی دی.
خو روسیې، چي له اوږدې مودې راهیسي یې هغه د خپل امنیت لپاره ګواښ بللی او په وړاندي یې مخالفت څرګند کړی، پرون یې وویل چي، د دغه اډې پرانیستل د برابرۍ د تضمین لپاره اقداماتو ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *