امریکايي سناتوري د طـ.البانو لاس ته د امریکا د مرستو د رسیدو د مخنیوي لپاره لایحه وړاندې کړه

د امریکا د جمهوري‌پال ګوند سناتوري شېلي مور کاپېتو، یوه قانوني لایحه وړاندي کړې، چي پر اساس یې طـ.البان او نورې سختدریځې ډلې د ملګرو ملتونو له لارې د امریکا مالي مرستې ترلاسه نه کړي.
دا لایحه، چي “د نړیوالو ترهګرو د مالي ملاتړ د بندولو قانون” نومېږي، د امریکا له لوري د ملګرو ملتونو له لاري د بشري مرستو مشروط کولو ته اړتیا لري.
د دې شرط له مخي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید ډاډ ترلاسه کړي چي د واشنګټن نغدي مرستي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په چوکاټ کي افغانستان ته نه استول کېږي.
د دې لایحې دویم شرط دا دی چي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید باوري سي چي هیڅ “ترهګریز سازمان” به د امریکا له دغو مرستو ګټه وانه خلي.
له دې وړاندي ا.ا رد کړې وه چي امریکا دي ورسره نغدي مرستي کړي وي او یا دي له افغانستان سره سوي مرستي حکومت په خپله ګټه اچولي وي.