امریکايي چارواکو ویلي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وځي

د سپیني ماڼۍ چارواکي وايي، د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اسراییلو پر قانوني او دفاعي فعالیتونو په نیوکي تورنه کړې او له دې سازمان څخه د امریکا د وتلو فرمان لاسلیک کوي.
رویټرز راپور ورکړی چي ټرمپ به د ملګرو ملتونو له بشري حقونو شورا څخه د امریکا د وتلو ترڅنګ له دې سازمان سره مالي مرستې او د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستي او کار ادارې (آنروا) فعالیتونه هم وځنډوي.
د سپیني ماڼۍ چارواکي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا تور لګولی چي په ځینو هیوادونو کي «له بشري حقونو پر وحشتناکو سرغړونو» سترګي پټوي او په وینا یې دا اداره د اسراییلو پر «قانوني» او «دفاعي» فعالیتونو نیوکه کوي.
دغه اقدام په واشنګټن کي د اسراییلو له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره د «ټرمپ» تر کتني یوه ورځ وروسته سوی دی.