امریکایي چارواکي : د عراق څخه د ائتلافي ځواکونو د وتلو په هکله د بغداد سره یو تفاهم ته رسېدلي

امریکایي چارواکي وایي د عراق څخه د ائتلافي ځواکونو د وتلو په هکله د بغداد سره یو تفاهم ته رسېدلي چي له مخي به یې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي هیوادونو سلګونه سرتیري له دې هیواد څخه ووځي.

ګڼي سرچینې چي د موضوع په هکله معلومات لري، مطبوعاتو ته ویلي چي دا توافق لا د واشنګټن او بغداد چارواکو تر منځ نهایي سوی نه دی خو که ونه منل سي له مخي به یې د ۲۰۲۵ میلادي کال د سپټمبر تر میاشتي د امریکا په مشرۍ سلګونه ائتلافي سرتیري له عراق څخه ووځي.

د متحده ایالاتو د حکومت یو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته ویلي چي “موافقه سوې، اوس یوازینۍ پوښتنه دا ده چي څه وخت یې اعلان وکړي.

امریکایي او عراقي چارواکي د کافي زیات وخت راهیسي له دې هیواد څخه د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو وتلو په هکله په خبرو اخته دي.
دغه ځواکونه هلته د اسلامي دولت یا داعش ډلي په خلاف جګړه کي د سیمه ایزو ځواکونو سره د همکارۍ او سلا مشورې ورکولو لپاره مېشت دي.

واشنګټن او بغداد پدې هم کار کوي چي یو شمېر امریکایي سرتیري په عراق کي د سلا مشورې ورکولو په نقش کي پاته سي.