امریکا خپلو اتباعو ته خبر ورکړی چي افغانستان ته له سفر کولو څخه دي ډډه وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته د افغانستان په ګډون د ۲۰ هیوادونو د سفر په اړه خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده، چي دوی باید دغو هیوادونو ته سفر ونه کړي ځکه چي د دوی ژوند ته ګواښ پېښوي.
د وزارت د قونسلګرۍ برخي په خپل فیسبوکپاڼه کي یو پیغام خپور کړی چي پکښي امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړل سوی تر څو۲۰ هیوادونو ته، په ځانګړې توګه څلورمي درجې هیوادونو ته له سفر کولو ډډه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چي د دې هیوادونو څخه څلور د افغانستان په شمول په څلورمه کچه کي دي، چي د ژوند ګواښونکي خطرونو د لوړ احتمال له امله د مشورې لوړه کچه ده.
په دې وروستیو کي، د کاناډا حکومت هم له خپلو اتباعو وغوښتل چي د امنیتي او بې ثباتۍ وضعیت له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.
تر اوسه پوري، د سرپرست حکومت چارواکو د دې خبرداریو په اړه تبصره نه ده کړې، خو تل یې ټینګار کړی چي په ټول افغانستان کي امنیت ډاډمن سوی دی.