امریکا دغه هیواد ته د افغانانو او پاکستانیانو پر ننوتو له راتلونکي اونۍ څخه بندیز لګوي

رویټرز خبري اژانس وايي چي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د سفرونو بندیز کولای سي له راتلونکي اونۍ افغانان او پاکستانيان امریکا ته له ننوتو منع کړي.
دغه اژانس د پنجشنبې په ورځ د دریو سرچینو په حواله، خبر ورکړی دی چي دا اقدام د حکومت له خوا د هیوادونو د امنیتي خطرونو د ارزوني له مخي ترسره کیږي.
د دغو سرچینو په وینا یوشمېر نور هیوادونه هم ممکن امریکا ته د سفر د بندیز په ډله کي شامل سي، خو د نورو هیوادونو نومونه یې نه دي یاد کړي.
په راپور کي د سرچینو په حواله راغلي چي افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کي دی چي د سپارښتنو له مخي اتباع یې د سفر په بشپړ بندیز کي شاملیږي.
له دې سره همهاله د افغانانو د تخلیې ادارې ( افغان ایوک) له هغو افغانانو چي د امریکا ویزې یا د سفر قانوني اسناد لري غوښتي چي ژر تر ژره امریکا ته ننوځي.
ډونالډ ټرمپ د خپلي واکمنۍ په لومړۍ دوره کي هم امریکا ته د ۷ هیوادونو چي اکثره یې مسلمان وه، د اتباعو ورتګ منع کړ چي په ۲۰۱۸ کال کي د وخت ستري محکمې هم تایید کړ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *