د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چي د شاوخوا ۱۴،۶۰۰ افغان اتباعو لپاره د مؤقتي خوندي وضعیت ټي پي اس پروګرام لغوه کړی او دغه افغانان تر مې میاشتي پوري د ډیپورټ له خطر سره مخ دي. داپرېکړه د ډنالډ ټرمپ د نوو سختو مهاجرتي پالیسو برخه ده، چي د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنوري راهیسي ئې پیل کړې ده.
د ټي پي اس وضعيت یوازینی قانوني خوندیتوب و، چي زرګونه افغانان ئې له جګړو، تاوتریخوالي او ځورونې څخه وژغورل. دغه حالت افغانانو ته د ۱۸ میاشتو لپاره د قانوني ژوند او کار کولو اجازه ورکول. اوس د ټرمپ اداره وايي چي افغانستان نور د ټي پي اس شرایط نه لري.
په ۲۰۲۱ کال کي د کابل له سقوط وروسته، امریکا له افغانستان څخه تر ۸۲،۰۰۰ زیات افغانان وایستل، چي ډېر ئې د دوه کلن بشردوستانه پارول له لارې داخل سوي وو. ټي پي اس یوه بله قانوني تکیه وه. اوس یو شمېر افغانانو ته ویل سوي چي یوازي ۷ ورځې وخت لري چي له امریکا څخه ووځي.