امریکا د مرستي ترڅنګ اوکراین ته د اضافي نظامي سلاکارانو پر استولو غور کوي

راپورونه وایي، ښايي متحده ایالات د اوکراین په پایتخت کیف کي خپل سفارت ته اضافي نظامي سلاکاران واستوي چي د هغه هیواد حکومت او پوځ ته سلا مشورې ورکړي او مرسته ورسره وکړي.
د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګان ویاند ویلی، چي دا سرتیري به محاربوي نقش ونه لري.
بل خوا د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي ته په یوه ټیلیفوني تماس کي ډاډ ورکړی چي له دې هیواد سره به د پوځي مرستو مسوده ژر تر ژره لاسلیک کړي.
د امریکا په سنا کې د دې بستې په اړه رایه ورکول پلان وه او تر هغه وروسته به یې د توشیح لپاره ولسمشر بایډن ته لیږي.
په دې لویو مرستو کي اوکراین ته څه باندي شپېته میلیارده ډالره په پام کي نیول سوي دي.
زیلینسکي هم ویلي، له ولسمشر بایډن سره په خبرو کي یې له هغه ډاډ ترلاسه کړی چي د مرستو په دې کڅوړه کي هغه ډول مرستي شاملي دي چي اوکراین ورته اړتیا لري ترڅو د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه ونیسي.