امریکا له افغانستان سره ۲۸۰ ملیونه ډالره مرسته کړې

د خوړو نړیوال پروګرام (W.F.P) وايي، د امریکا نړیوالي پراختیايي ادارې (U.N.D.P) له افغانستان سره ۲۸۰ ملیونه امریکايي ډالره مرسته کړې ده.
د یاد پروګرام د افغانستان څانګي په يوه راپور کي ویلي، په یاده مرسته سره به درې میلیونه افغانانو ته بېړنۍ او ژوند ژغورونکي مرستي ورسوي.
د دغه راپور له مخي، په دغو کسانو کي تر ۹۰۰ زره زیاتو خوارځواکو کوچنیانو او ښځو ته هم د خوار ځواکۍ ضد درمل ورکول شامل دي.