د راپورونو له مخي د بایډن اداره له ا.ا سره په دې اړه خبري کوي چي په افغانستان کي ۳ نیول سوي امریکایان، د ګوانتانامو په زندان کي له یوه زنداني سره تبادله کړي.
داسي ویل کېږي چي دا بندي د اسامه بن لادن نژدې ملګري وو.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخي، د تېر کال له جولای راهیسي دا خبري دوام لري، چي په کښي د القاعده له مشکوک لوړپوړي مرستیال محمد رحیم الافغاني سره د درو امریکایي اتباعو جارج ګلیزمن، ریان کوربیټ، او محمود حبیبي د تبادلې وړاندیز سوی دی.
دغه درې امریکایان په ۲۰۲۲ کي په افغانستان کي نیول سوي وه.
د راپور له مخي، سپیني ماڼۍ د نوومبر په میاشت کي دا تبادله وړاندیز کړه، خو ا.ا په ځواب کي داسي یو وړاندیز وکړ چي رحیم او دوه نور کسان د ګلیزمن او کوربیټ په بدل کي خوشي کړي.
ویل کیږي حبیبي د القاعده د مشر ایمن اظواهري د وژل کېدو په تړاو نیول سوی دی خو ا.ا د هغه له نیول انکار کوي. ځیني داسي راپورونه هم خپاره سوي چي نوموړی القاعده ته سپارل سوی دی.