له امریکا د ناقانونه کډوالو د ایستلو په اړه د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجرایوي فرمان او ځینو هیوادونو ته د هغوی د لېږد په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته یو شمېر هغه افغان کډوال چي په ناقانونه توګه امریکا ته ننوتلي له یاد هیواده یې د ایستلو په اړه اندېښمن دي.
ځینو دغو کډوالو ویلي، له ډېرو کړاوونو زغملو وروسته یې تر متحده ایالاتو ځانونه رسولي او بېرېږي چي بېرته ستانه نه کړل سي.
د کډوالو د حقونو یو شمیر فعالان هم په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، که افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړل سي له امنیتي او اقتصادي ستونزو سره به مخ سي.
دا په داسي حال کي ده چي رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اجرایوي فرمان له پلي کېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ د ۱۳۵ پناه غوښتونکو یوه ډله چي ډېری یې اسیايي وګړي دي له امریکا څخه کاسټاریکا ته استول سوي دي.
کاسټاریکا ته د دغو شړل سویو پناه غوښتونکو په ډله کي د افغانانو شمېر ۹ تنه ښودل سوی دی.