امریکا وایي، د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي او همکاریو ته دوام ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د خلکو ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکوي او امریکا د افغانستان سره د بشري مرستو تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر تېره ورځ دغه څرګندوني د یوې غونډي په ترڅ کي کړي دي.
هغه زیاته کړې، یو له هغه کارونو څخه چي دوی یې تر سره کولو ته دوام ورکوي د لوی اقتصاد زېربنايي مسایلو ته رسېدنه ده چي د اوسنیو بشري مرستو د لا اغیزمنتیا لپاره لازم ثبات برابروي.
د هغه په وینا، امریکا د افغانستان زېربنايي اقتصادي مسایلو ته د رسېدني په لټه کي ده تر څو په دغه هیواد کي انساني ناورین کم کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، امریکا د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتي راهیسي د افغانستان له خلکو سره څه باندي دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده.
هغه دغه څرګندوني داسي مهال کړي چي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همږغي کوونکي ادارې (اوچا) ویلي، چي افغانستان په روان ۲۰۲۴ کال کي د مرستو لپاره ۳،۰۶ ملیاردو ډالرو ته اړتیا لري خو اوس یوازي ۸۷ میلیونه ډالر تامین سوي.