د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، دوی په دغه هیواد کي د افغانانو د بیا میشتیدني راتلونکی پلان ارزوي.
دغه ویاند زیاته کړې چي دوی د هغه همږغي کوونکي دفتر پر راتلونکي هم فکر کوي چي امریکا ته د افغانانو د لېږلو چاري مخته وړي.
دغه چارواکي زیاته کړې چې د یاد د فتر د تړلو پریکړه تراوسه نه ده سوې.
د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي د جزیاتو له ورکولو پرته ویلي، د افغانانو د بیا میشتیدني لپاره د دوی دوامداره ملاتړ پر ځای دی او په خبره یې د هغو افغانانو د میشتیدو چارو ته دوام ورکوي چي له وړاندي یې بهرنیو هیوادونو کي غوښتنلیکونه مخته تللي.
دغه څرګندوني داسي مهال کیږي چي تېره اونۍ امریکایي چارواکو د افغانانو د بیا میشتیدو دفتر ته ویلي چي د سږکال د اپریل تر پای پوري خپلي چاري په امریکا او نورو هیوادونو کي بندي کړي.
هغه مهال اندیښنه داوه چې دا پریکړه به د شاوخوا دوه لکه هغو افغانانو ژوند متاثره کړي چي امریکا ته د تللو قضیې یې تر کار لاندي دي.