امریکا پر افغانستان د پاکستان له خوا هوایي بریدونه غندلي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پر افغانستان د پاکستان بمباریو اندېښمن کړي او د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه يې خواشیني څرګنده کړې ده.
د یاد وزارت ویاند ویلي چي، دواړه هیوادونه باید خپلي ستونزي حل کړي او له یو او بل سره خبري وکړي.
د پاکستان دغه بریدونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل سوي او د اسلامي امارت ځواکونو یې بیا په غبرګون کي ډیورنډ کرښي ته نژدې د پنجابیانو پوستې ویشتلي دي او په کابل کي يې د پاکستان د سفارت سرپرست احضار کړی.
پاکستان پرون سهار وختي پر پکتیکا او خوست بمبارۍ وکړې او له امله یې د سرپرست حکومت د ویاند په وینا اته عام افغانان ووژل سول.