واشنګټن ټایمز ورځپاڼي د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا ځانګړي څارونکي ادارې (سیګار) له قوله خبر ورکړی، چي امریکا په تېرو درېیو کلونو کي د افغانانو د ژغورني او په امریکا کي د بیا مېشتېدني لپاره څه د پاسه ۱۴ میلیارده ډالر لګولي دي.
د راپور له مخي، د دغو پیسو ډیره برخه د امریکا پوځ له لوري د افغانانو د اېستلو پر الوتنو، او امریکا ته له رسېدو وروسته په نظامي اډو کي د لسګونه زرو افغانانو د ځای پر ځای کېدو او همدارنګه له پوځي اډو څخه تر وتلو وروسته د افغانانو د بیا مېشتېدو په برخه کي لګول سوي.
په یاد راپور کي ویل سوي، چي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د جوبايډن حکومت درې میلیارده ډالره افغانستان ته د بشري مرستو په توګه لیږلي دي.
واشکنټن ټایمز وايي، په افغانستان کي د جګړې د پای ته رسېدو سره اوس سیګار په افغانستان کي د ګډوډ حالت په اړه د امریکا کړني جدي څاري.
واشنګټن ټایمز د جان سوپکو له قوله لیکلي، چي په دغو پیسو کي ۸،۷ میلیارده ډالر امریکا ته د ورغلو افغانانو د ښه راغلاست او ۵،۳ میلیارډه ډالر د هغوی د بیا مېشتېدو لپاره ځانګړي سوي وو.