امریکا: کېدای سي د اسرائیل له خوا د امریکایي وسلو کاروني نړیوال قوانین نقض کړي وي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کانګرس ته په یو راپور کي ویلي چي یوې قطعي نتیجې ته نه دي رسیدلي چي د امریکایي وسلو په کارولو سره اسرائیل د بشردوستانه قوانینو څخه سرغړونه کړې وي.
خو دا وسلې په غزه کي د اسرائیلي ځواکونو له خوا د نړیوال بشردوستانه قانون سره په ټکر کي کارول سوي دي.
د غزې په جګړه کې د اسرائیل د سرغړونو د راپورونو سره سره، متحده ایالات لاهم د اسرائیل دفاع ته ژمن دي او هغه هیواد ته د اوسپنیزي ګنبزې په نامه د بریدونو د مخنیوي توغندي او نوري دفاعي وسلې ورکوي.
امریکايي چارواکو ویلي دي چي که اسرائیل رفح ښار ته ننوځي دوی به هغه وسلې او راکټونه ورنه کړي چي هلته کارول کیږي.
د تېر کال د اکټوبر میاشتي راهیسي د حماس او اسرائيل تر منځ جګړه کي د اسرائیل له خوا شاوخوا ۳۵ زره فلسطینیان چي اکثر یې ښځي او ماشومان دي وژل سوي دي.