امریکا یو ځل بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار کړی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کي پرون د امریکا استازي لینډا توماس ګرینفیلډ ټینګار وکړ چي د افغانستان لپاره باید ځانګړی استازی وټاکل سي.

په ملګرو ملتونو کي د بریتانیا استازي باربره ووډ وارډ د ګرینفیلډ د خبرو په تایید وویل چي د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل اړین دي.

واشنګتن د روان میلادي کال په پيل کي هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو ننګه کړې وه او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي وه چي داسي یو استازی به له افغانستان سره نړیوال تعامل تنظیم کړي څو هغه اهداف ترلاسه سي چي ملګري ملتونه یې په خپلو پرېکړه لیکونو کي وړاندي کوي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت هغه مهال ویلي وه چي د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هغو هیوادونو ته ټاکل کېږي چي په بحران کي وي او افغانستان له بحرانه وتلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *