امریکا یو ځل بیا ویلي چي اسلامي امارت به د یوه حکومت په توګه په رسمیت و نه پیژني

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کي ټینګار کړی چي اسلامي امارت به د یوه حکومت په توګه په رسمیت و نه پیژني.
په دې راپور کي هغه لاملونو ته اشاره سوې چي له امله یې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندنه له خنډ سره مخ سوې.
په دغه راپور کي ویل سوي چي تیر ۲۰۲۳ کال کي په افغانستان کي د طالبانو د فرمانونو او پالیسيو له امله د افغان میرمنو وضعیت لا خراب سوی دی.
راپور زیاتوي چي زده کړو او کار ته د افغان میرمنو او نجونو لاسرسی لا محدود سوی او هغوی یوازي د کور کارونو کولو لپاره محدودي سوي.
د دې تر څنګ په دې راپور کي ویل سوي چي طالبانو لا د پخواني جمهوري رژیم قوانین په رسمي ډول نه دي بدل کړي، خو هغوی داسي حکمونه صادر کړي چي نه یوازي د تیر حکومت د قوانینو سره په ټکر کي دي، بلکي په نړیوالو کنوانسیونونو کي هم د افغانستان د مسوولیتونو سره اړخ نه لګوي.
دغه راز په راپور کي زیاتوه سوې چي تیر کال په افغانستان کي د بیان او مطبوعاتو پر آزادۍ جدي محدودیتونه لګول سوي، خبریالان نه یوازي د تاوتریخوالي سره مخ دي، بلکي په خپله د خپل ځان سانسورولو ته اړ سوي او هم په زندان کي اچول کیږي.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په نړۍ کي د بشري حقونو د وضعیت په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور ته په غبرګون کي ویلي، چي لويدیځ هیوادونه دي پر افغانانو خپل فرهنګ نه تحمیلوي ځکه د افغانستان خلک مسلمانان دي او د هغوی حقوق شریعت پراساس تعریف کیږي.