امنیتي مسوولین: خلک دي تر رسمي خبرتیا مخکي د سپين بولدک – چمن تر منځ پر دروازه تګ راتګ نه کوي

وروسته له هغه چې تېره ورځ (یکشنبه) د سپین بولدک – چمن تر منځ د دروازې د خلاصېدو خبر ورکول سو نن سلګونه کسان چي تذکرې او پاکستاني شناختي کارتونه لري د دغه دروازې دواړو غاړو ته راغلي ترڅو یوې او بلي غاړې ته واوړي.
تېره ورځ د چمن په پرلت کي د پرلت ګډونوالو په عامه توګه خبر ورکړ چي د پاکستاني چارواکو سره یې خبري پای ته رسولي او پر دغه دروازه به له دې وروسته خلک پر تذکره او پاکستاني شناختي کارت د پخوا په څېر تګ راتګ کولای سي.
خو د کندهار امنیتي مسوولین وایي، د سپین بولدک – چمن تر منځ دروازه پر تذکره او پاکستاني شناختي کارت نه ده خلاصه او خلک دي د تګ راتګ هڅه نه کوي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید وايي، په سپین بولدک ولسوالۍ کي پر فرضي کرښه امنیتي ځواکونو نه مخکي او نه هم اوس د خلکو د تګ راتګ مخنیوی کړی او ستونزي هر وخت پاکستاني چارواکي رامنځ ته کوي.
د هغه په وینا، دا چي پاکستاني لوري له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسي دروازه بنده کړې وه نو اوس یې د خلاصولو لپاره همږغۍ ته اړتیا سته او خلک دي تر رسمي خبرتیا مخکي تګ راتګ نه کوي.