امنیت شورا وایي، په افغانستان کي د ملګروملتو د ماموریت موده اوږدوي

ټاکل سوې ده چي د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره اوږد کړي.
د دې پرېکړي مسوده د جاپان له‌خوا وړاندي سوې وه، چي د شورا ټولو ۱۵ غړو په یوه خوله تصویب کړه.
د دې پرېکړي له مخي، د یوناما اوسنۍ دندي او لومړیتوبونه به د ۲۰۲۵ کال تر مارچ پوري پر ځای پاته سي.
د یوناما دنده په افغانستان کي د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو، سولي او امنیت، اقتصادي او بشري وضعیت، تروریزم، د مخدره توکو قاچاق، داخلي بې‌ځایه سویو او کډوالو او د طبیعي پېښو اغېزو په برخو کي فعالیتونه شامل دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما د مشري، روزا اوتونبایوا، او د دې ادارې د کار بشپړ ملاتړ څرګند کړی او په افغانستان کي د یوناما د حضور د دوام پر اهمیت يې ټینګار کړی دی.
د ا.ا ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوناما د ماموریت د تمدید هرکلی کړی او ویلي یې دي چي دا به د افغانستان په ګټه وي، ځکه هیواد اړتیا لري چي له نورو هیوادونو او سازمانونو سره اړیکي ولري او یوناما کولای سي په دې برخه کي مرسته وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *