امو لوبډلي پرله پسې ۳مه لوبه وګټل

امو کرکټ لوبډلي د شپږیزه ۲۰ اوريزه کرکټ ليګ په ۱۶مه لوبه کي نن ماپښين سپين غر کرکټ لوبډلي ته په ۲۶ منډو ماته ورکړه. 

د دې لوبي پچه امو وګټل او د توپوهني پرېکړه ئې وکړه، دې لوبډلي په ۱۷ اورونو کي د درو لوبغاړو په سوځېدو د زبيد اکبري ۸۲ او شاهدالله کمال ۳۴ منډو په جوړولو په ۱۷ اورونو کي ۱۶۶ منډي وکړې او د سپين غر له پاره په توپ اچونه کي راشد خان، زهير خان او عرب ګل یو، يو لوبغاړي وسوځوی.

د باران له امله سپين غر ته په ۱۲ اورونو کي هدف د (ډي ایل ایس) مېتود پر اساس ۱۳۹ سو چي، دې لوبډلي د نهو لوبغاړو په سوځېدو د راشد خان ۵۳ او اکرام علي خېل ۳۱ منډو په جوړولو ۱۱۲ منډي جوړي کړې او د امو لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي فضل الحق فاروقي پنځه او قيس احمد دوه لوبغاړي وسوځول.