امیرخان متقي له ترکیې څخه افغانانو ته د ویزې ورکړي په برخه کي د اسانتیاوو غوښتنه کړې

د بهرنیو چاور سرپرست وزیر د ترکیې د کډوالو ادارې له مشر څخه غوښتي چي افغانانو ته د ویزو د ورکړي په برخه کي اسانتیاوي رامنځته کړي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر ایکس لیکلي، د ترکیې د کډوالو ادارې مشر اتیلا توروس په مشرۍ پلاوي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کي د کډوالۍ د مدیریت په برخه کي د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د مافیايي کړیو پر وړاندي د مبارزې په اړه خبري کړي دي.
ویل کیږي چي په دې کتنه کي، متقي له ترکي پلاوي غوښتي چي افغانانو ته د ویزو په برخه اسانتیا رامنځته کړي څو دوی وکولای سي په قانوني توګه ترکیې ته سفر وکړي.
په دې کتنه کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او د خصوصي سکتور پر ودې هم خبرې سوي دي.