امیرخان متقي وایي، نړیوالي مرستي باید د افغانانو د لومړیتوبونو له مخي تنظیم سي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د ادارو سره د ا.ا د ادارو د همږغۍ په غونډه کي ویلي چي نړیوالي مرستي دي د افغانانو د اړتیاو او د حکومت د لومړیتوبونو پراساس ترسره سي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي، چي دا غونډه د ا.ا د ادارو او د ملګرو ملتونو د ادارو د چارواکو ترمنځ په مختلفو برخو کي د افغانستان د خلکو د اړتیاو او د حکومت د لومړیتوبونو، په تیر ۲۰۲۳ کال کي د ملګرو ملتونو د مرستو او د دغه ټولني د راتلوونکو پروګرامو په تړاو د بحث لپاره په کابل کي جوړه سوې وه.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وایي، د دې سره سره چي ا.ا هڅه کوي افغانستان د اقتصادي پرمختګ او پر خپل ځان بسیا کیدو په لور بوځي، خو په دې برخه کي دا حکومت د ګڼو ننګونو سره مخ دی.
امیرخان متقي له افغانستان سره د نړیوالي ټولني لنډ مهاله مرستو باندي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چي له نړيوالو مرستو څخه د اعظمي استفادې لپاره اړينه ده تر څو د مرستو نوعيت او د وېش بڼه د افغانستان د خلکو له اړتياوو او لومړيتوبونو سره سمه عياره سي.