امیر خان متقي په کابل کي د یوناما له مشري سره د دوحې د غونډي په اړه خبري کړي

د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وایي، د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي نن په کابل کي د یوناما له مشري مېرمن روزا اتنبایوا سره د لیدني پر مهال د دوحې په غونډه کي د ا.ا د پلاوي د ګډون ترڅنګ پر اجنډا او نورو اړوند مسایلو خبري کړي دي.
امیر خان متقي ویلي، چي د ا.ا پلاوي د اجنډا پر دواړو ټکو د نشه یي توکو پرضد مبارزه او مالي بانکي بندیزونه او د خصوصي سکټور د ودې په لار کي د خنډونو په اړه پوره چمتووالی نیولی دی.
بل خوا مېرمن روزا اتنبایوا هم د دوحې ناسته د نظرونو د شریکولو لپاره یو ښه فرصت بللی دی.