اندریکا راتویت: نړیوال دي خپل هیواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو سره مرسته وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتویت له نړیوالو غوښتي چي افغانستان ته له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د لاسنیوي لپاره زیاتي مرستي وکړي.
د هغه په وینا، کوربنه ټولني نه سي کولای او نه هم دا ظرفیتونه لري چي له بهرنۍ مرستي پرته د نوو راستنو سویو کوربه توب وکړي.
نوموړي دغه غوښتنه تورخم ته د سفر په ترڅ کي په هغه ویډیويي پیغام کي کړې چي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې، اوچا پر ایکس پاڼه خپره سوې.
هغه ویلي، چي د تېرکال له نومبر میاشتي راهیسي تر اوسه نیم میلیون افغان کډوال له پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه سوي او زیاته کړې یې ده چي دوی له تورخم څخه نیولې ترخپلو اصلي مېنو یا نورو ځایونو پوري د تلو او هلته ترمېشتېدو پوري په ډېرو برخو کي مرستو ته اړتیا لري.
د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کي تر پنځه زره زیات افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په خپله خوښه یا په زوره بیرته خپل هیواد ته را ستانه سوي دي.