اندونیزیا او قطر هغه موافقه لاسلیک کړې چي، له‌مخي یې افغان محصلانو ته د اندونیزیا په پوهنتونونو کي د زده‌کړو لپاره بورسیې ورکول کیږي

د اندونیزیا د بهرنیوچارو وزارت د وېب‌‌پاڼي د خبر له‌مخي دا موافقه د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیري ریتنو مرسودي، د نړیوالو اړیکو په چارو کي د قطر د دولت له وزیري لولوُ الخاطر سره لاسلیک کړه.

د دې موافقې له‌مخي د اندونیزیا په پوهنتونونو کي د افغان محصلانو د بورسیو لګښت د قطر حکومت ورکوي.

خبر زیاتوي چي مېرمن ریتنو په افغانستان کي زده‌کړو ته، په تېره د ښځو د لاس‌رسي پر اړتیا ټینګار کړی دی.

اوس‌‌مهال نژدې شل تنه افغان محصلان په اندونیزیا کي لوړي زده‌کړي کوي.

اندونیزیا ویلي چي، په نورو برخو کي یې هم له افغانستان سره مرستي کړي چي د کوچنیانو د ګوزڼ د ناروغۍ یا پولیو پر ضد د واکسین لس میلیونه دوزه، د طبیعي پېښو د زیانمنو لاس‌نیوی او له روانو حالاتو اغېزمنو شاوخوا ۴۰۰ ښځو ته د رواني ناروغیو خدمات پکښي شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *