اندېشه: په نژدې وخت کي به د افغانستان په اړه نوي سياسي تحولات رامنځ ته سي

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان استازي نصير احمد اندېشه د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه په نشر سوې ويډيو کي ويلي دي، چي په راتلوونکو دوو مياشتو کي به د افغانستان اړه نوي سياسي تحولات رامنځ ته سي.
هغه په دغه ويډيويي پيغام کي ویلي دي، چي د ط..البانو په مقابل کي به خپلو سياسي هڅو ته دوام ورکوي او تر هغه وخته پوري به مبارزه کوي، چي د افغان ولس حق تر لاسه کوي.
اندېشه وايي په تېرو شپږو مياشتو کي په ملګرو ملتونو کي د افغانستان استازولۍ زياتي لاسته راوړني لري او د هغه په خبره چي دغه هرڅه ئې د مبارزې په وسيله ترلاسه کړي دي.
هغه وايي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په غونډه کي د افغان ښځو او مېرمنو د وضيعت په اړه ئې بشپړ راپور وړاندي کول د افغان مېرمنو د حق ترلاسه کولو په موخه د ږغ پورته کولو په مانا وو.
نصيراحمد اندېشه په خپل ويډيويي پيغام کي ويلي: (( افغانستان د داسي يوې ډلي له خوا نيول سوی، چي پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او پر هغه سربېره د افغانانو د لومړنیو حقوقو د ورکولو څخه انکار کوي او د ښځو په شمول ئې د افغانستان د قومونو ونډي ته هېڅ پام نه دئ کړی او د ملګرو ملتونو له منشور او بشري حقونو له نړۍوالي اعلامیې ئې څخه ئې په ښکاره ډول سرغړونه کوي.))