انټرفاکس خبري اژانس: قزاقستان د ط..البانو سره د اړيکو پر سموالي کار کوي

د قزاقستان ولسمشر قاسم‌جومارت توکایف د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په چارو کي د دغه هيواد د ځانګړي استازي ارکین توکوموف ته سپارښتنه کړې، چي ط..البانو سره دوه‌اړخیزي اړیکي لا هم پیاوړي او عادي کړي.
انټرفاکس خبري اژانس د راپور له مخي د قزاقستان ولسمشر د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصاد او بشري مرستو په برخو کي د همکارۍ پر دوام ټينګار کړی دئ.
د ط..البانو او قزاقستان د اړيکو د پياوړتيا دغه موضوع په رسمي ډول باندي د قزاقستان د ولسمشر د رسنيو دفتر هم تائید کړې او منلې ده.