ان ار سي وایي، افغانان بشري مرستو ته جدي اړتیا لري خو د دوی مرستي محدودي سوي دي

په افغانستان کي د بشري مرستو په کمېدو سره، ملیونونو اړمنو کسانو سره د مرستي په اړه اندېښنې زیاتي سوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا (ان ار سي) خبرداری ورکړی چي د بشري مرستو کمښت خلک له جدي ناورینونو سره مخ کوي او د بشري سازمانونو فعالیتونه یې په جدي ډول محدود کړي.
(ان ار سی) په یوه اعلامیه کي ویلي، چي دا ستونزه به ښې پایلي ونه لري او په خطرناک ډول به د ښځو او کوچنیانو پر ژوند اغیز وکړي.
په اعلامیه کي د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو شورا د مرستیال اسوز وان میګن له قوله ویل سوي، په داسي حال کي چي نارینه، ښځي او کوچنیان بیړنیو مالي مرستو او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، (ان ار سي) اوشریکان یې د مهمو مرستندویانو له‌خوا د جدي بودجوي کمښت سره مخ دي.
(ان ار سي) زیاته کړې چي، د ډېری نورو بشري سازمانونو په څېر دوی هم اړ سوي چي په یو شمېر ولایتونو کي خپلي دفتري چاري وتړي او ځیني نور دفترونه یې هم د بندېدو له خطر سره مخ دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *