اوتونبایوا: د نجونو پر زده کړو بنديز افغانستان د‌نړۍ څخه جلا کوي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) مشرې رزا اوتونبایوا د امنیت شورا په غونډه کي د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چي د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز، افغانستان له نوري نړۍ څخه جلا کوي.
هغې د خپلي وینا پر مهال يو ځل بيا د سرپرست حکومت څخه غوښتنه وکړه، چي پر ښځو او نجونو لګول سوي بندیزونه لیري کړي او د زده‌کړې حق ورته بېرته ورکړي.
یوناما مشري د هيواد پر رسنیو د محدودیتونو د لګولو په اړه هم خبري وکړې. اوتونبایوا وویل: «د بیان ازادي او د خصوصي رسنیو فضا په افغانستان کي نوره محدوده سوې ده.»
د ملګرو ملتونو دې استازي د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه وویل، چی په ټولیزه توګه د امنیتي پېښو شمېر کم دي. هغې زیاته کړه چي سره له دې، د افغانستان ګاونډیان لا هم په دې هيواد کي د داعش د موجودیت په اړه اندېښنه لري.
رزا اوتونبایوا په دې اړه امنیت شورا ته وویل: «په ټولیزه توګه د امنیتي پېښو شمېر کم سوی دئ؛ خو ګاونډي هیوادونه لا هم د داع.ش خراسان او نورو ډلو د موجودیت په اړه اندېښنه لري.»
د یوناما مشري همداراز امنیت شورا ته په خپل راپور کي وویل چي تر اوسه له ایران او پاکستان څخه له شپږ لکو زیات افغان کډوال افغانستان ته راغلي دي.
هغې د خپلو خبرو پر مهال په افغانستان کي د ښځو پر زده کړو، کار او روغتيا باندي ټينګار کړی او د اړوند مسؤلين څخه ئې غوښتنه کړې، چي افغان ميرمني دي پرېږدي چي زده کړي وکړي.