د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کي د مرستو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کي ویلي، چي د افغانستان په ۹۰ سلنه ولسوالیو کي اړمنو ته د مرستي رسولو په برخه کي محدودیتونه زیات سوي دي.
د اوچا دغه راپور چي نن چهارشنبه خپور سوی، پکښي ویل سوي چي اړمنو ته د زیات لاسرسي امکان د افغانستان د ټولو ولسوالیو یوازي په ۲.۴ سلنه کي سته او د افغانستان په نورو برخو کي دا لاسرسی یا خورا محدود او یا هم نسبتا محدود سوی دی.
د دې راپور له مخي، د افغانستان د ټولو ولسوالیو په ۵۰٫۶ سلنه کي اړمنو ته د مرستندویه ډلو لاسرسی ډیر محدود دی، او د افغانستان د ټولو ولسوالیو په ۴۶٫۸ سلنه کي اړمنو ته لاسرسی نسبتاً محدود دی.
په ورته وخت کي د افغانستان یوازي په لسو ولسوالیو کي اړمن کسان مرستندویه سازمانونو او ټیمونو ته قناعت وړ لاسرسی لري.