اوچا: د بوديجې د کمښت له امله افغانستان کي د ماين پاکانو شمېر ۹۰ سلنه کم سوی

افغانستان اوس هم هغه هيواد دئ، چي لا ئې ډېري سيمي د تېرو جګړو له امله په ماينونو پوښلي دي او د پاکولو له پاره ئې بشري ځواک ته اړتيا لري.
د‌ ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د افغانستان له پاره د نړۍوالو بشري مرستو د کمېدو له امله په دغه هيواد کي د ماين پاکانو په شمېر کي د پام وړ کموالی راغلی.
د اوچا د راپور په اساس په تېرو ۱۵ کلونو کي په ټول افغانستان کي ۱۵ زره ماین پاکانو کار کوی، خو اوس دا شمېر د بوديجې د کمښت له امله ۱۵۰۰ ته را کښته سوی دئ. د ماین پاکانو له ۳۰۰ ټیمونو، د روان کال تر اپریل میاشتي، ۱۷۶ ټیمونه پاته دي او په وينا ئې د بېړنۍ مالي مرستو پرته به دا شمېر نور هم راکم سي او په افغانستان کي به د ماينونو خطر نور هم زيات سي.
دغي ادارې پر نړۍوالو مرستندويانو ږغ کړی، چي د افغانستان سره دي په دغه برخو کي مرستو ته دوام ورکړي.
اوچا ویلي، چي د ماینونو له امله یوازي د افغانستان د شمال ختیځ په ۳۵ ولسوالیو او ۱۹۸ سیمو کي ۵۶۰ خطرناکه سیمي پېژندل سوي، چي ۱۲۳ زره خلګ ئې اغېزمن کړي دي.
بايد وويل سي، چي تېر کال د ماینونو او ناچاودو توکو له امله ۶۱۸ ملکیان، چي ۸۳ سلنه ئې کوچنيان وو، وژل سوي او ټپيان سوي دي.