اوچا: د تیري جمعې ورځي سېلابونو ۱۵۰۰ هکټاره مځکه تخریب کړې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر اوچا وايي، تېره جمعه په اوو ولایتونو کي د بارانونو او سېلابونو له امله څه باندي ۱۵۰۰ هکټاره کرنیزه مځکه تخریب سوې ده.
د دې ادارې د معلوماتو له مخي د دغو اورښتونو له امله نږدې ۵۵۰ کورونه او عام ځایونه، سړکونه او پلونه هم زیانمن سوي؛ خو د مرګ ژوبلي په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
د دغه راپورونو له مخي، وروستیو اورښتونو په فاریاب، ننګرهار او دایکندي کي خلکو ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.
تېره اوونۍ په ځینو شمالي ولایتونو کي هم سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیانونه رسولي وه او دغه راز ډېری څاروي هم تلف سوي وه.