د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکو دفتر (اوچا) څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د روان ميلادي کال د پيل څخه د جولای مياشتي تر ۱۹ مي پوري يو ميليون او ۵۴۱ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته راغلي دي.
د اوچا په خبره چي د دې جملي څخه یوازي یو میلیون او ۲۰۱ زره افغان کډوال د ایران څخه افغانستان ته راغلي دي او دلته افغانستان کي اوس د بې وزلۍ سره لاس او ګريوان دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي په دې موده کي ۳۴۰ زره افغان کډوال د پاکستان د بېلابېلو ايالتونو څخه افغانستان ته راغلي، چي د پاکستان دولت د خپلي خاوري څخه په زور شړلي دي.
اوچا ادارې وړاندوينه کړې، چي د پاکستان څخه د افغان کډوالو د راتګ بهير افغانستان ته شايد په راتلوونکو مياشتو کي تر دې هم زیاتي سي.
بايد وويل سي، چي د ايران دولت په دې وروستيو کي د افغان کډوالو د جبري ايستلو لړۍ چټکه کړې.