اوچا: د روان ميلادي کال د پيل څخه تر اوسه پوري ۱.۷ ميليونه افغان کډوال افغانستان ته راغلي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د چهارشنبې په ورځ په نشر سوي ويډيويي پيغام کي ويلي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال د پيل څخه تر دې دمه پوري ۱.۷ ميليونه افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي‌.
اوچا په ياد پيغام کي ويلي چي نړۍوالو مرستندويانو د دغو افغان کډوالو سره مرسته کړې، خو دغه مرستي د افغان کډوالو د پاره بسنه نه کوي او په وينا ئې چي نړۍوال بشري سازمانونه دي د افغان کډوالو سره مرسته وکړي، ترڅو د هغوی ابتدايي ستونزي ورباندي حل سي.