اوچا له میلیونونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې له نشتوالي اندېښنه ښوولې ده

په افغانستان کي د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له میلیونونو اړمنو کسانو سره د مرستو لپاره د بودیجې له نشتوالي اندېښنه ښوولې ده.

دې ادارې ویلي سږ ژمی له نږدې ۱۶ میلیونو اړمنو سره د عاجلو مرستو لپاره ۵۰۰میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د ملګروملتونو دې ادارې پر خپله ایکس‌پاڼه په یوه بیان کي زیاته کړې چي، په‌‌دې پیسو به اړمنو خلکو ته د خوراکي توکو، ژمنیو جامو، کمپلو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره کار واخیستل سي.

اوچا د راتلونکي ژمي له خطرونو څخه يادونه کړې او ويلي یې دي، چي د طبیعي پېښو زیانمن سوي خلک سرپناه ته هم اړتيا لري.

د ملګروملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر د روان کال په پیل کي اعلان وکړ، چي په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۳،۷ میلیونه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *