اوچا وايي، د اقلیم کړکېچ په هیواد کي بشري ننګوني لا زیاتي کړي دي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر (اوچا) په یو راپور کي ویلي، چي په افغانستان کي د اقلیم کړکېچ په هیواد کي بشري ننګوني لا زیاتي کړي دي.
دغه سازمان وايي، چي دا هیواد د طبیعي پیښو، د اقلیم بدلون او جیوپولیتیک کړکیچونو په وړاندي په ډیرو زیان منونکو لسو هیوادونو په لیست کي دی.
اوچا په افغانستان کي د چاپیریالي بدلونونو خرابېدو ته اشاره کړې او زیاته کړې يې ده چي په ۲۰۲۴ کال کي د هیواد په ۳۴ ولایتونو کي له ۱۷۰ زره څخه ډیر خلک اغیزمن سوي دي.
تر دې وړاندي اوچا په افغانستان کي د اقلیم د بدلون د منفي اغیزو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه او له نړیوالي ټولني یې غوښتي چي د دې کړکېچ سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.