اوچا وايي، د بودیجې د کموالي له کبله اړ سوي چي په سلګونو طبي مرکزونه وتړي

په بشري او د بیړینو مرستو د همږغۍ په چارو کي د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر وایي، افغانان له ډېرو ننګونو سره مخ دي، خو دوی باید د نړیوال پیوستون او ریښتني انسانیت له مخي د دوی ملاتړ ته دوام ورکړي.

نوموړي دغه څرګندوني پرون د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امینت شورا غونډي ته په وینا کي کړي دي.

هغه وویل، افغانستان نن ورځ په نړۍ کي له دوهم لوی بشري بحران سره مخامخ دی او د دې هیواد نیمایي وګړي مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلي فلیچر زیاته کړه چي په ۲۰۲۴ کال کي، ملګرو ملتونو او د دوی بشري شریکانو په افغانستان کي نږدې ۱۸ میلیون وګړو ته د ژوند ژغورني مرستي رسولي چې پکښي ۵،۱ میلیونه یې ښځي او ۸،۴ میلیونه یې کوچنیان وه، چي دا د دې هیواد ناوړه بشري وضعیت ته په پام لویه لاسته راوړنه ده.