اوچا وايي، په افغانستان کي ۶ میلیونه او ۶۰۰ زره تنه سرپناه ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو یو بنسټ وايي، په افغانستان کي ۶ میلیونه او ۶۰۰زره تنه سرپناه ته اړتیا لري

د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په یوه راپور کي چي پرون د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا پر خپله ویبپاڼه خپور کړی دا خبره کړې ده.

په راپور کي ویل سوي، د ستنېدونکو لوی شمېر، اقلیمي بدلون، د بېکارۍ او بېوزلۍ زیاتوالی، دغه راز د زلزلو او سېلابونو په څېر طبیعي افتونه، سرپناه ته د اړتیا د زیاتېدو عمده علتونه ګڼل کېږي.

په راپور کي راغلي چي د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر میاشت کي په هرات کي د زلزلو له کبله څه باندي ۴۸زره کورونه زیانمن یا هم ویجاړ سول.

وړاندي راغلي چي روان میلادي کال په ټول افغانستان کي سېلابونه هم د استوګني د څه باندي ۱۸زره او ۴۶۰ کورونو د زیانمنېدو او نړېدو سبب سول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *