اوچا وایي، سږ کال به له یو میلیون افغانانو سره د نغدو پیسو مرسته وسي

د ملګرو ملتو د بشري چارو د همږغۍ دفتر (اوچا) وایي، روان دوه زره پنځه ویشتم کال به په افغانستان کي له یو میلیون کسانو سره د نقدو پیسو مرسته وسي.
دې ادارې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چي په افغانستان کي په سلو کي نهه اتیا کورنۍ غوره ګڼي چي نقدي مرسته ترلاسه کړي ځکه دوی په دې سره پوهیږي چي ځان ته کوم توکي رانیسي.
د ملګرو ملتو د خوړو او کرهني سازمان بیا ویلي، چي د اروپایي ټولني د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د ادارې په کومک به تر لس زره ډيرو کورنیو ته پیسې ورکړي او د څارویو د ساتني او روزني بستې به وروسپاري.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت د بیا ارزوني لپاره د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا بهرنۍ مرستي وځنډولې.