اوچا وایي، په افغانستان کي د کاروبار لرونکو ښځو شمېر کم سوی

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کي د (ACAPS) سازمان له قوله لیکلي، چي په افغانستان کي د کاروبار کوونکو ښځو شمېر لا هم د طـ.البانو د بیا واکمنېدو مخکېني وضعیت ته نه‌دی رسېدلی او په نامتناسب ډول ټیټ پاته سوی دی.
(ACAPS) یوه غیرانتفاعي موسسه ده چي مرکز یې په جنیوا کي دی او د بشري چارو د ارزوني په برخه کي فعالیت کوي.
په دې راپور کي راغلي، چي د طـ.البانو له‌خوا پر ښځو د محدودیتونو سربېره له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ پوري د هغو ثبت سویو کاروبارونو شمېر، چي ښځي یې اداره کوي څلور چنده زیات سوی دی.
همداراز په راپور کي اټکل سوی چي د هغو غیر رسمي کاروبارونو شمېر چي ښځي یې پرمخ وړي تر دوه چنده زیات سوی وي.
په افغانستان کي ځیني سوداګري مېرمني وايي، چي د محدودیتونو سربېره یې ځانونو ته او یو شمېر نورو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي خو د سختدریځو پالیسیو له امله یې کاروبارونه د سقوط له خطر سره مخ دي.