اوچا : پرتګال د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰ زره یورو مرسته وکړه

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چي پرتګال د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۵۰ زره یورو مرسته وکړه.

اوچا دا خبر پر خپل ایکس پاڼه خپور کړی، خو دا يې نه ده څرګنده کړې چي دغه پيسې به پر کومو برخو ولګول سي.

دغه بنسټ همداراز زیاته کړې، چي د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره مرسته په افغانستان کي له ډېرو زیانمنو‌ سویو خلکو سره مرسته کوي.

اوچا تېره دوشنبه هم اعلان کړی وو چي کویټ په افغانستان کي له زیانمنو سویو خلکو سره د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کړې ده.

دا په داسي حال کي ده چي د ملګرو ملتونو بنسټونو تل په افغانستان کي د بودجې د کمولو او د اړتیاوو د کچي د لوړولو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *