اوچا: په افغانستان کي د زيانمنیدونکو ټولنو سره ئې د‌ مرستي په موخه ۱۶,۶ ميليونه ډالر ځانګړي کړي دي

د ملګرو ملتونو د‌همږغۍ دفتر اوچا په خپره سوې خبر پاڼه کي ويلي دي، چي د افغانستان په شمالي ولايتونو کي د وچکالۍ د اغېز د‌کنټرول او مبارزې په موخه ئې ۱۶,۶ ميليونه ډالر ئې ځانګړي کړي دي.
دغه ځانګړې سوې مرسته به د ملګرو ملتونو د پنځو ادارو، شپږو نړۍوالو او لس کورنيو بنسټونو له لوري د خوړو خوندیتوب، کرني او مالدارۍ، د څښاک پاکو اوبو، روغتيا او خوړو برابرو برخو کي مصرف کړل سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *