د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چي د مالي سرچینو کمښت کولای سي په افغانستان کي د مرستندویه فعالیتونو پر دوام منفي اغېز ولري.
دغه اداره وايي، که کافي بودجه ژر برابر نه سي، نو د خلکو له پاره د اړینو توکو لکه خوراکي موادو، پاکو اوبو، زدهکړو او روغتیایي خدمتونو رسونه به له ستونزو سره مخ سي.
اوچا وایي، دا امکان سته چي د روان کال د اکتوبر او ډيسمبر میاشتو ترمنځ د مرستو لړۍ ټکنۍ سي.
د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو مخکي هم یادونه کړې چي د مالي ملاتړ کمښت، نه یوازي د بشري مرستو پراخوالی محدود کړی، بلکي په تېرو میاشتو کي ئې سلګونه روغتیایي مرکزونه تړلي او ګڼ شمېر کارکوونکي بېروزګاره کړي دي.
دا اداره له نړۍوالو مرسته کوونکو غواړي چي د افغانستان د خلګو له پاره د مرستو له پاره اړینه بودجه ژر تر ژره چمتو کړي، څو د اړمنو کورنیو ملاتړ دوام پيدا کړي.