اوچا : په افغانستان کي لوږي د هرو دوو افغانانو څخه پر یو یې اغیزه کړې ده

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر “اوچا” په داسي حال کي چي په افغانستان کي د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره د بودیجې د برابرولو د اړتیا یادونه کړې ویلي دي چي په افغانستان کي لوږي د هرو دوو افغانانوڅخه پر یو یې اغیزه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د اېکس په ټولنیزه شبکه کي لیکلي چي په داسي حال کي د روان ۲۰۲۴ کال پای ته رسېدو ته یوازي څلور میاشتي پاته دي نړیوالي ټولني په افغانستان کي اړمنو خلکو ته د بشري مرستو د برابرولو لپاره د غوښتل سوي بودیجې یوازي ۲۵ فیصده برابره کړې ده.

ملګروملتونو په افغانستان کي د ۲۳.۷ میلیونو اړمنو کسانو لپاره د بشري مرستو د برابرولو لپاره د ۲۰۲۴ کال په سر کي د نړیوالي ټولني څخه د۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې وه. خو نړیوالي تولني د دغي پیسو یوازي شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره تراوسه برابر کړي دي.