د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې (اوچا) د بشر دوستۍ د نړۍوالي ورځي په مناسبت ويلي د افغانستان ښځي او نجوني له تېرو څلورو کلونو راهیسي لا هم د طالبانو لخوا له سختو محدودیتونو سره مخ دي.
د اوچا د راپور له مخي، اوس هم ښځي او نجوني له ښوونځي، کار او ټولنیز ژوند څخه محرومي پاته دي او د هغوی له پاره د بشري مرستو رسول ډېر اړین دي.
دا راپور پر داسي مهال خپرېږي چي د افغانستان د نفوس نیمایي برخه د ژوندي پاته کېدو له پاره پر بشري مرستو تکیه لري.
اوچا ټینګار کړی چي د افغانستان خلک اوس مهال له ګڼو او پېچلو بحرانونو سره مخ دي او په وروستیو میاشتو کي د سیمهییزو ستونزو او سیاسي بدلونونو له امله شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته هیواد ته ستانه سوي دي، چې ډېری ئې د خپلي خوښي خلاف شړل سوي دي.
د يادوني وړ ده چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره ښځي او نجوني له خپلو اساسي حقونو، لکه زده کړي، دندي او فردي آزادۍ بې برخي سوي دي